طالبانو د رؤیت هلال لپاره یو پلاوی ټاکلی

د رسنیو د معلوماتو له مخې، د طالبانو سرپرست حکومت د رؤیت هلال لپاره یو پلاوی ټاکلی او د سترې محکمې رئیس مولوي عبدالحکیم حقاني یې ددې پلاوي مشر ګومارلی دی.

طالب چارواکي وايي، یاد پلاوی به په مرکز او ولایتونو کې د روژې او اخترونو د میاشتو د لیدلو چارې ترسره کوي چې نهایي حکم به یې په شرعي طریقه سره د هیواد قاضي القضات لخوا اعلانیږي.

Back to top button