طالبانو:اوس هغه وخت را رسېدلی چې پر افغانانو تحمیل شوی فکر اصلاح شي
طالبانو ویلي چې اوس هغه وخت را رسېدلی چې پر افغانانو تحمیل شوی فکر اصلاح شي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهى عن المنکر سرپرست وزیر محمد خالد حنفي وایي، چې اوس هغه وخت را رسېدلی چې د غربیانو له لوري پر افغانانو تحمیل شوی فکر اصلاح شي.
حنفي د دې وزارت اړوند محتسبینو ته په خطاب کې ویلي،
دلته شل کاله غربيانو او ناټو حکومت کړى او پر خلکو يې خپل فکر تحمیل کړی، اوس یې وخت راغلى چې تاسو هغوئ اصلاح کړئ.
هغه تینګار کړی چې امر بالمعروف او نهى عن المنکر د دين ترجمان دى او له خپلو محتسبینو یې غوښتي چې خپلې دندې په ښو اخلاقو سره ترسره کړي