شهکار رسام

شهکار رسام، د حقیقت ژورو ته رسېدلی هنرمند
جرمني فلیپ ویبر په خپله هایپر ریالیستیک (د نقاشۍ نوی او نادر سبک) رسامۍ او نقاشۍ نړۍ ځانته حیرانه کړې.
هغه داسې رسامي کوي، چې انسان پرې دوکه کېږي او نه شي باورولی چې دا حقيقي تصویر نه بلکې رسم او نقاشي ده.
۴۷ کلن فليپ له درې کلنۍ نه په رسامۍ مئین و او په ۲۰۰۲ کال د برلن د ښکلو هنرونو له پوهنځي ممتاز فارغ شوی هنرمند دی.
هغه خپلو رسامیو ته له فلمونو، کتابونو، ناولونو او حتی له خوبونو او د خلکو له داستانونو الهام او سوژه اخلي، خو د عادي هنري اثر بیه یې له یولک و شل زرو نه تر دوه نیم لکه یورو پورې بیه لري.
تاسې باید باور کړئ چې لاندې انځورونه فلیپ رسم کړي او د رسم لپاره کارېدونکي رنګونه یې هم په یو انځور کې ګورئ.

سعیدشنواری

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button