سیاسي ذهن
سياسي ذهن
سياست خپلو موخو ته د ﺭسيدو لاﺭ ده. پوهان وايي, چې يو کس خپلو شخصي موخو ته د ﺭسېدو لپاﺭه هم چې له کومې لاﺭې استفاده کوي, سياست وﺭته وايي. په دې ډول سياست ﺯموږ په وﺭځني او شخصي ژوند کې هم ښکېل وي.
په ټوله کې د علم و سياست نېژدې اړيکه ده. علوم تل د دولتونو, ډلو او اشخاصو له خوا د سياسي موخو د ترلاسي لپاﺭه کاﺭېدلي. آن ساينس چې موږ يې له ټولنيزو علومو سره پرېکنده اړيکه وينو, د سياست لپاﺭه کاﺭېدلی او کاﺭېږي. د تاﺭيخ په اوږدو کې پر دوښمن د برلاسي لپاﺭه د نويو وسلو او وسايلو له جوړولو نيولې د نويو وچو او په کايناتو کې د نويو ګوټپېرونو تر کشف او تر نوې ټيکنالوژی پوﺭې له سياست سره د ساينس په ګډون د ټولو علومو ﺭاشه دﺭشه ﺭاغلې ده.
لويديځ چې له پخوا نه د ختيځ په اړه د تاﺭيخ او نوﺭو برخو کې کوم علوم توليدول, ختيځپوهنه وﺭته وايي. ختيځپوهنې تﺭ شپاړسمې پېړۍ وﺭوسته انکشاف وکړ. ايډوﺭډ سعيد چې د ختيځپوهنې په اړه د “ختيځپوهنې” انتقادي کتاب ليکلی, وايي, چې ختيځپوهنه په اصل کې د غرب ﺭنګونه دي, چې د خپلو سياسي موخو لپاﺭه يې د شرق پﺭ مخ تپلي دي.
په ختيځپوهنه کې د ختيزو ولسونو د تاﺭيخ, فوکلوﺭ, ادب, ژبې, دين او ډېرو اړخونو په اړه بډايه مواد ﺭاټول دي؛ خو کله چې موږ ختيځپوهنې ته ننوځو او مثلا ژبپوهنه پکې لولو, دا ﺭانه هېر شي, چې موږ هغه معلومات له لولو, چې له سياستونو سﺭه بې اړيکې نه دي.
علمي څېړنې له سياستونو سﺭه بې اړيکې نه وي, يواﺯې دومره وي, چې د يوې څانګې څېړونکی کله خبر نه وي, چې کاﺭ يې له کوم ډول سياستونو سره مرسته کوي. موږ د ژبپوهنې خبره وکړه. په تېره شلمه پېړۍ کې د تاﺭيخي ژبپوهنې له مخې د پښتنو د تاﺭيخ په اړه ﺯياتره نظﺭونه د همدې علم له مخې ﺭامنځته شول, توپير ماﺯې دومره و, چې ځينې نظﺭيې له بهﺭنيو او ځينې له ملي سياسي موخو خړوبېدې. تاﺭيخ بل هغه علم دی, چې تل ترې دﺭباﺭونو, ډلو او استعماﺭګﺭو د خپلو موخو لپاﺭه استفاده کړې ده.
موږ ته سياست يواﺯې له سيمې او نړۍ سﺭه د يوه هېواد اقتصادي اړيکو د جوړولو په موخه د حکومتي چاﺭواکو وﺭځنۍ منډې تﺭړې ښکاﺭي؛ خو که ځير شو د اوږدمهالو او ژوﺭو سياسي موخو د ترلاسي موثﺭه لاﺭ علمي توليدات دي, مثلا د يوه ملت په اړه د سياسي موخو لپاﺭه کله يو دولت يا ډله دومره ډېر متون توليد کړي, چې لوستونکي پﺭې د ﺭښتياوو ګومان کوي.
موږ فکﺭ کوو چې علوم واقعيتونه ﺭاسپړي. دا خبره سمه ده؛ خو هله چې سياسي موخې وﺭسره همغږې وي. که د سياسي ډلو موخه د واقعيتونو ﺭاسپړل نه وي, علم بيا د خرافاتو د توليد وسيله وګﺭګي. د پښتنو په اړه د بني اسﺭاييلو نظﺭيه يې يوه بېلګه ده, چې تاﺭيخونه ترې ډک دي.
داسې پوهان په دﺭو ډلو وېشلای شو, يوه ډله هغه دي, چې په دې خبر نه دي, چې له علمي توليد سﺭه هممهاله يوه سياسي چاﺭه ترسروي. دا ډول پوهان فکﺭ کوي, چې علم له سياسي الايشه پرته په سوچه بڼه هم توليدېدای شي. دويمه ډله هغه ده, چې هممهاله د سياسي ډګﺭ لوبغاړي هم دي, مثلا ماﺭکس, ژان پل ساﺭتﺭ, ﺯموږ استاد حبيبي او نوﺭ چې د خپلو نظﺭيو د عملي کولو لپاﺭه عملي سياست هم کوي. دﺭېيمه ډله هغه پوهان دي, چې ښکاﺭه په سياست کې ښکېل نه ښکاﺭي؛ خو فکﺭ يې سياسي وي. دا خلک که په اديباتو کې کاﺭ کوي, که د دين په اړه ليکل کوي, که پﺭ تاﺭيخ غږېږي او که د علم په کوم بل ډګﺭ کې بوخت وي, علمي کاﺭونه او ايډيالوژۍ يې سﺭه همغږې وي او سياسي موخې يې په علمي کاﺭونو کې ستﺭګکونه وهي. په شلمه پېړۍ کې د سياسي اسلام په بﺭخه کې د اخوان المسلمين د مفکﺭينو ليکنې, د تاﺭيخ په بﺭخه کې د ډاکټﺭ مباﺭک علي ليکنې, ﺯموږ د ټولنې او ادب په بﺭخه کې د استاد غضنفﺭ ليکنې او ﺯموږ د تاﺭيخ په اړه د حسن کاکړ ليکنې او د اﺭوښاد بها الدين مجروح فلسفي ليکنې چې موخه يې د ځوان کهول د ذهنونو ﺭوښانول وو, ښيي, چې د ليکوالو او څېړونکو ذهنونه يې سياسي وو.
د دې دﺭېيمې ډلې په اړه وايي, چې د پلاني عالم ذهن سياسي دی. د دوی په ليکنو کې سياسي ذهن يو انسجام او اړيکه پيدا کوي او دا اړيکه ﺭاسره د دوی پر ليکنو په پوهېدو کې مﺭسته کوي.
اجمل ښکلی