سپينه ماڼۍ: ښايي روسيه پر اوکراین کيمياوي بريد وکړي

امريکا وايي مونږ معلومات ترلاسه کړي چې ښايي روسيه پر اوکراین د کيمياوي وسلو بريد وکړي.

د امريکا سپينې ماڼۍ وياندې جين ساکي رسنيو ته د په‌ خبرو کې ويلي، چې په اوکراین کې د امریکا له لوري د بيولوژيکي او کيمياوي ويروسونو د جوړونې او ساتنې ادعا ناسمه ده‌.

مېرمن ساکي زياتوي، چې روسيه اوس په داسې څرګندونو هڅه کوي او غواړي چې د نورو بې دليله بريدونو لپاره لارې پيدا کړي.

نوموړې وايي ټولو تجربو ته په کتو، د امريکا اندېښنې بې ځايه نه دي.

هغې همداراز يو ځل بيا ټينګار کړی، چې په اوکراین کې د روسیې له خوا د بيولوژيکي او کيمياوي وسلو د کارونې موضوع له حقيقت لرې خبره نه ده.

د مېرمن ساکي په باور په هغو سيمو کې چې روسيه يې په جنګ کې ښکیله وه، لکه سوريه وايي، چې دا ډول وسلې يې کارولې دي

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button