سپينه ماڼۍ: د افغانستان کنګل شوې شتمني نه ازادوو

د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي نن په يوې خبري ناسته کې ويلي، دوی نه شي کولای، چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

ساکي ویلي، تر اوسه یې حکومت د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د خوشې کېدو لپاره کومه لاره نه ده پیدا کړې او نه هم  په دې اړه پرېکړه شوې.

نوموړي زیاته کړې، د افغانستان اوسنی حکومت دغې شتمنۍ ته لاسرسی نه لري او په خبره یې د دغو پیسو ازادول او نه ازادول د سپټمبر د ۱۱مې پېښې او د نورو ترهګریزو بریدونو په قربانیانو پورې اړه لري.

جن ساکي همداراز ویلي، کېدای شي د افغانستان کنګل شوې شتمني تر راتلونکي کال همداسې ګنګل پاتې شي.

پر افغانستان د اسلامی امارت تر واکمن کېدو او د پخواني حکومت تر نسکورېدو وروسته امریکا د افغانستان نږدې ۱۰ میلیارده ډالره شتمني کنګل کړې ده.

اسلامی امارت څو ځلې له امریکا د ددغې شتمنۍ د ازادېدو غوښتنه کړې ده، خو بیاهم کنګل پاتې ده.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button