سپينه ماڼۍ د افغانستان اقتصادي وضعيت په هکله ډاډ غواړي

سپينه ماڼۍ وايي په دې هڅه کې دي څو ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان له اقتصادي سقوط سره نه مخ کېږي.

ځينې امريکايي چارواکو د دغه هېواد رسنیو ته ویلي، چې د امریکايي حکومت په دې هڅه کې دی چې په افغانستان کې اقتصادي فعالیتونه دوام وکړي او د دوی بندیزونه ددې سبب نه شي چې افغانان له يو ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ شي.

رسنۍ زياتوي چې دغه چارواکي د نامې نه ښودلو په شرط ویلي چې د سپينې ماڼۍ چارواکو تېره جمعه هم په دې هکله غونډه جوړه کړې وه او دا پرېکړه په کې شوې ده چې افغانستان کې به اقتصادي فعالیتونه نور له هر ډول محدودیتونو او خنډونو څخه خوندي وي.

دغه امريکايي چارواکو همدا راز د خپل هېواد د بهرنیو چارو او ماليې وزارتونو وروستۍ پرېکړه ستايلې او وايي چې دا اقدام به په افغانستان کې اقتصادي فعالیتونه ډېر کړي، اقتصادي بحران به ټيټ شي، سوداګري به عادي وضعیت ته راوګرځي او د افغانستان اقتصادي وضعيت به له سقوط څخه وژغوري.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button