سيګار وايي افغان مېرمنې دې له کار نه محرومېږي
سیګار ويلي په افغانستان کې دې ميرمنو ته د کار حق ورکړل شي.
د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا ځانګړي مفتش یا سیګار ویلي چې د افغانستان څه دپاسه ۲۲ سلنه کاري قوه مېرمنې تشکيلوي نو که دوی له کار څخه محرومېږي پراخ فقر به افغانستان نور هم وځپي.
سیګار ويلي په افغانستان کې باید د مېرمنو د حقونو درناوی وشي او په دې توګه دې کورنۍ له غربت او بېوزلۍ وژغورل شي.
له دې سره سم په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر هم ویلي چې افغان مېرمنو ته دې د کار او زده کړو حق ورکړل شي او نوی حکومت دې ډاډ ورکړي، چې افغانستان بشري حقونو ته درناوی لري او په دې هېواد کې ټول وګړي له مساوي بشري حقونو برخمن دي.
بلخوا طالب حکومت بیا وایي چې دوی د مېرمنو کار او زده کړو ته ژمن دي خو مناسب چاپېریال ورته برابروي.
د يادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ سره سم، په دغه هېواد کې اکثره مېرمنې په کور ناستې او خپلې دندې يې له لاسه ورکړي.