سور صلیب: افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر په زیاتیدو دی

په افغانستان کې بشردوستانه مرستو ته د اړ کسانو شمېر‌ ۳۰ سلنه لوړ شوی دی.

د سره صلیب نړۍ والې کمېټې مطبوعاتي برخې په یوه تازه خپور شوي ټوېټ کې ویلي چې فقر، بېوزلي او کډوالي افغانان سخت ځوروي او د اړمنو کسانو شمېر ورځ تر بلې د زياتېدو په حال کې دی.

ددغې سرچینې په خبره؛ اوس مهال په افغانستان کې بشردوستانه مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر کې دېرش سلنه زياتوالی راغلی دی.

همداراز دغه اداره وایي چې په افغانستان کې دا مهال شاوخوا ۲۴ میلیونه کسان بشردوستانه او ابتدايي مرستو ته اړتیا لري او زياتوي چې ممکن دا شمېره لا لوړه شي.

تر دې وړاندې ځينو نورو نړۍ والو ادارو هم په افغانستان کې د فقر او لوږې د کچې د ډېرېدو په اړه اندېښنې ښودلې وې او له نړۍ والو بنسټونو یې په دغه هېواد کې د مرستو غوښتنه کړې وه.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button