سور صليب: ډيری افغان کورنۍ له مرستو بې برخې دي

د سره صلیب ادارې په افغانستان کې د خراب بشري وضعیت او د مرستو له کمښت څخه خبرداری ورکړی دی.

د سره صلیب نړيوال فدراسیون د اسيا څانګې هم د اړمنو افغانانو د وضعیت په اړه انديښنه ښودلې ده. يادې ادارې په یوه اعلامیه کې ويلي چې د سره صلیب ټيمونو خلکو سره خپلې روغتیايي او بشري مرستې نه دې درولي، خو اکثره کورنۍ د را روان ساړه ژمي په میاشتو کې کافي اندازه خوړو، د ډیرو ابتدايي توکو د اخيستلو لپاره پیسو او سرپناه ته لاسرسی نه لري.

سور صليب دغه انديښنې په داسې حال کې ښودلي، چې افغانستان ته د طالبانو په راتلو سره د ياد هېواد  ميلیارډونه ډالره پيسې د امريکا له لوري کنګل شوي دي او افغانان له يو سخت اقتصادي بحران سره مخ دي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button