سور صليب: خپلو لس زره کارکوونکو ته مې تنخواګانې ورکړي دي

د سور صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې  تر اوسه پورې مو شاوخوا لس زره خپلو روغتیایي کارکوونکو ته معاشونه ورکړي دي.

د یادې ادارې پر ټویټر پاڼې خپاره شوو معلوماتو کې راغلي چې دغه بنسټ په ۲۳ ولایتونو کې د سیمه ییزو او ولایتي روغتايي مرکزونو شاوخوا ۱۰ زره کارکوونکو ته میاشتنۍ تنخواګانې ورکړې دي.

څه موده وړاندې يادې ادارې ژمنه کړې وه چې دوی به په افغانستان کې خپلو ټولو روغتیایي کارکوونکو ته د هغوی میاشتنۍ تنخواګانې ورکړي چې د ژمنې پر بنسټ یې تر اوسه پورې لس زره کسانو ته د هغوی معاشونه ورکړي دي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button