سقراط د خپلې فلسفې په اړه يو ټکی هم نه دی ليکلی

سقراط د خپلې فلسفې په اړه یو ټکی هم لیکلی نه دی او دا هم مالومه نه ده چې ده لیکل کولای شول کنه؟

ده به د ډېرو خلکو پوښتنو ته په ځواب کې ویل چې: “زه یوازې په دې پوهیږم چې په هیڅ نه پوهیږم.” خو خپله یې ډېرې جنجالي پوښتنې کولې. دی د ډېرو پوښتنو له وجې ریشخند شوی هم دی، ځینو به لیونی باله او ډېرو به ورته سپکې سپورې هم ویلې.

سقراط له میلاد څخه ۴۶۹ کاله مخکې په اتن کې زیږیدلی دی. دی د فلسفې پلار یادیږي.

د سقراط په اړه شته مالومات د ده مشهور شاګرد اپلاتون لیکلي دي.

ویل کېږي، د سوکرات میرمن زانتېپي ډېره جنګیرکه او شیشکه وه، ځینو ملګرو به ورته ویل ولې یې طلاقوې نه؟ ده به ویل چې که له دې شیشکې سره پر وخت تېرولو وتوانیدم له هر چا سره په اسانۍ ژوند کولی شم.

یوه ورځ یوه ملګري ورته ویلي و چې غواړي واده وکړي، په دې اړه یې نظر ترې غوښت: سوکرات ورته ویلي و، “چې په دواړو حالاتو کې یې پښیماني شته.”

دی درې ځله په خپله خوښه عسکرۍ ته هم تللی، وروستی ځل په ۶۳ کلنۍ کې عسکرۍ ته تللی و او لکه د تېر په څېر یې دا وار هم له سرتېرو سره فلسفي بحثونه کول. ده خلک د حق او قانون پلوۍ ته هڅول. وروسته د حکومت لخوا په دې تور بندي شو چې ځوانان د حکومت پر وړاندې بغاوت ته هڅوي. محکمې کې یې له قاضیانو سره هم بحث وکړ خو د قاضیانو پریکړې ته د درناوي په خاطر یې ده ته ټاکل شوې سزا “اعدام” ته غاړه کېښوده.

ملګرو وهڅوه چې وتښتي خو ده و نه منله او مرګ یې تر تېښتې ښه وګڼلو. قاضیانو ده ته صلاحیت ورکړ چې د مړ کولو چاره دې خپله ځان ته غوره کړي، ده د زهرو جام نوش کړل غوره وبلل. له مرګ څو شیبې وړاندې یې د مرګ، ژوند او له مرګ وروسته له خدای سره د لیدلو په اړه خبرې وکړې. سقراط اویا کلنۍ کې د زهرو جام په سر واړوه.

ليکوال: فدا محمد باران

Back to top button