سعودي عربستان کې افغان سفارت

په سعودي عربستان کې افغان سفارت وايي، چې په يو شمېر افغان مسافرو به خپل پاسپورټونه وويشي.

په سعودي عربستان کې د افغان سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې روانه اونۍ به په يو شمېر افغان ميشتو مسافرو خپل پاسپورټونه وويشي.

دغه سفارت وايي، دا هغه افغانان و چې هلته کار کوي او د پاسپورټونو موده يې پوره شوې وه او همدارنګه دوی نه شوای کولای، څو په پخوانيو پاسپورټونو افغانستان ته سفر وکړي.

دغه راز ياد سفارت ويلي، چې د پاسپورټونو د ويش لړۍ روانه ده او دوی به په راتلونکي کې زرګونو نورو ميشت افغان مسافرو ته نوي پاسپورټونه وويشي.

په سعودي عربستان او نورو عربي هېوادونو کې په زرګونو افغانان ميشت دي، چې هلته د مزدورۍ او کاروبار په موخه تللي دي.

د يادونې ده، چې څه موده وړاندې په خوست کې هم يو شمېر افغانانو د پاسپورټونو د مودې ختمېدو په اړه شکایت کړی و او له طالب سرپرست حکومت يې غوښتي و، څو دوی ته په ټاکلي وخت پاسپورټونه نوي کړي، کنې د ويزه نېټه به يې ختمه شي.

Back to top button