زما دې په زړه کې لمبه وه بله
زما دې په زړه کې لمبه وه بله
قسمت پردی کړې ښکلې کابله
له یوې تورې بلا خلاصېږې
درباندې راشي دېوان په ډله
خمیر دې جوړ دی له شاوخوانه
اور دې په کلي مرګ دې په خونه
ته به زیارت یې د شهیدانو
غازیان به نمانځي پردي پوځونه
عبدالباري جهاني