زلنسکي: روسان نه شي کولای د اوکرایني خلکو په زړونو حکومت وکړي

اوکراین وايي تر دې دمه مو د له روسیې سره په جګړه ۱۳ سوه عسکر وژل شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ويلادیمیر زلنسکي په يوې خبري ناسته د ګډون پر مهال ويلي؛ چې د روسیې له خوا بريدونه زيات شوي او وايي دوی زموږ عامه ځایونه بمبار کوي.

د زلنسکي په خبره په دغو بريدونو کې تر دې مهاله ۱۳ سوه اوکرايني عسڅ وژل شوي او زرګونه نور يې ټپيان دي.هغه همداراز د زرګونو روسي عسکرو د وژلو خبر ورکوي.

زلنسکي ټينګار کوي، چې روسیه به د کيف ښار هم تر خپل کنټرول لاندې راولي؛ خو وايي هېڅکله نه شي کولای د اوکرایني خلکو په  زړونو حکومت وکړي.

هغه همدارنګه ويلي، چې اوکراينيان د روسیې پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

بلخوا روسي جګپوړي پوځي چارواکي بيا وايي، چې عسکر یې د کيف ښار څو کيلومټرۍ ته نږدې شوي او په نږدې وخت کې به دغه ښار تر خپل کنټرول لاندې راولي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button