زلنسکي: د روسیې بريد ته يوازې پاتې شوي يوو

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلنسکي وايي، چې هیواد یې د روسیې تر  پراخ نظامي برید لاندې یوازې پاتې شوی دی.

د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زلنسکي دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه وکړې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون سهار وختي د اوکراین پر وړاندې پراخ نظامي برید امر وکړ.

نوموړي نن په یوې ټلویزیوني مرکه کې ويلي، چې اوکراينيان د خپل هیواد د دفاع په کار کې یوازې پریښودل شوي.

د فرانسې خبري آژانس د زلنکسي له قوله ليکلي دي چې له پرون سهاره تر اوسه پورې د روسیې په پوځي برید کې ۱۳۷ نظامي او ملکي اوکراینیان وژل شوي دي او ۳۱۶ نور ټپیان دي.

د اوکراین ولسمشر همدارنګه زیاته کړې چې د روسیې ورانکاره ډلې پلازمینې کیف ښار رته داخلې شوي، همداراز نوموړي د ښار له اوسیدونکو غوښتي چې هوښیار اوسي او تګ راتګ کې احتياط وکړي.

زلنکسي دغه راز ويلي سره له دې چې روسیه یې د لومړي نمبر هدف په توګه بولي، دی او کورنۍ یې په اوکراین کې دي.

د‌ يادونې ده چې تر دې وړاندې امريکا او ملګرو هېوادونو ويلي و چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې بريد ته به سخت ځواب ورکړي او دوی له اوکراین سره په څنګ کې دي؛ خو تر دې مهاله کوم غربي هېواد له اوکراین سره نظامي مرسته نه ده کړې او په ظاهر د اوکراین لپاره د مرستې خبرې کوي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button