رويټرز اژانس: قزاقستان کې پوليسو زرګونه لاریونوال نيولي دي
رويټرز اژانس راپور ورکړی چې په قزاقستان کې د پراخو لاریونونو په ترڅ کې د دغه هېواد پولیسو د لاریونونو پر مهال ۱۶۴ معترضین وژلي او ۷۹۳۹ نور یې بیا ژوندي نیولي دي.
په قزاقستان کې تېره اوونۍ د نفتي توکو د بیو د لوړېدو پر ضد لاریونونه پیل شول، چې دغه لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل او په پایله کې یې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې دې چارې بیا معترضین غوسه کړل او د دولتي بنسټونو او موټرو پر سوځولو یې لاس پورې کړ.
د قزاقستان ولسمشر لاریونوال ترهګر وبلل او خپلو ځواکونو ته یې امر وکړ چې له اجازې پرته ورباندې ډزې وکړي، په پايله کې يې دا چاره د دې سبب شوه چې قزاقستان کې وضعیت ترینګلی شي او د دغه هېواد ولسمشر د وضعیت کابو کولو لپاره له روسیې د پوځي مداخلې غوښتنه وکړه.