روسیې د طالبانو د سرپرست حکومت لومړی ډیپلوماټ ومانه

د رسنیو د معلوماتو له مخې، روسيې د طالبانو د سرپرست حکومت له خوا په مسکو کې ګومارل شوی لومړنی ډيپلوماټ ومانه او اعتبارليک یې ورکړ.

سرچینې وایي، چې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف رسنیو ته په خبرو کې ویلي، چې ياد ډيپلوماټ تېره فبروري مياشت په مسکو کې د افغانستان په سفارت کې کار پيل کړی و.

د معلوماتو له مخې، دا په مسکو کې د طالبانو د حکومت له لوري ګومارل شوي ډيپلوماټ ته لومړنی اعتبارليک دی او په دې توګه ګومارل شوي ډيپلوماټ په مسکو کې د طالبانو د رسمي استازي اعتبار خپل کړی دی.

واک ته د طالبانو د ډلې له رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې یوه هېواد د دوئ ډیپلوماټ ته رسمي اعتبار لیک ورکړی دی.

دا په داسې حال کې دی چې څه موده وړاندې د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په خپلو خبرو کې ویلي و، چې حکومت د نړیـوالو لخوا رسمیت پېژندنې ته نږدې شوی دی.

Back to top button