روسيې ته د ناټو خبرداری
د ناټو غړو هېوادونو یو ځل بیا روسیې ته خبرداری ورکړی چې له ناندریو لاس په سر شي.
د ناټو او روسیې ترمنځ په وروستیو مذاکراتو کې بیا هم د اوکراین پر مسئله بحثونه وشول، چې بې پايلې پای ته ورسیدل.
امریکا یو ځل بیا پر روسیې غږ کړی چې د ناټو او امریکا پر وړاندې دې له سیاست او مخامخ کېدو یو انتخاب کړي. د امریکايي چارواکو په خبره روسیه دې خپل دریځ واضح کړي او د غړو هېوادونو حوصله دې نور نه ازمويي.
بلخوا روسیې یو ځل بیا ویلي چې په ناټو کې دې د اوکراین غړیتوب نه منل کېږي او د ناټو د پراختیا مخه دې ونیول شي. خو د ناټو غړو هېوادونو يې په ځواب کې ویلي چې دوی د خلاصو دروازو سیاست مخ ته وړي او د هېڅ هغه هېواد غوښتنه نه ردوي چې په دغه سازمان کې د غړیتوب غوښتنه کوي.