روسيه او اوکراين مذاکرات کوي

روسیه وايي چې له اوکراین سره د راپورته شوي کړکېچ د حل په موخه یې یو پلاوی بلاروس ته رسېدلی دی.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف رسنيو ته د خبري ناستې پر مهال ویلي چې دوی له اوکراین سره د راپورته شوي کړکېچ د حل په موخه یو مذاکراتي پلاوی ټاکلی دی او دغه پلاوی بلاروس ته رسېدلی هم دی.

د سپوټنیک آژانس د يو راپور له مخې په دغه مذاکراتي پلاوي کې د روسیې د بهرنیو چارو، دفاع وزارتونو او همداراز د کرملین ماڼۍ استازي ګډون لري.

د یادونې ده چې دغه مذاکرات وروسته له هغې پيلېږي چې تېره ورځ اوکراین د روسیې د اوربند وړاندیز ومانه او د خبرو له لارې يې د مسائلو پر حل ټینګار وکړ.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button