د کډوالو نړۍ والې ادارې غوښتنه

د کډوالو نړۍ والې ادارې افغان کډوالو سره د مرستې غوښتنه کړې.

د کډوالۍ نړۍ والې ادارې يا IOM له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره له نړۍ والو بنسټونو د څه باندې ۵۰۰ میلیونه ډالرو بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې ده.

د دغې ادارې په خبره، شاوخوا ۵۸۹ میلیونه ډالرو بېړنۍ مرستې ته اړتیا ده څو وکولای شي په افغانستان دننه او سیمې هېوادونو کې د افغان کډوالو لومړنۍ ستونزې پرې حل کړي. یادې ادارې دا هم ویلي، امکان لري د ژمي په ختمېدو سره له افغانستان څخه د کډوالۍ بهير پراخ شي.

څه موده وړاندې اروپایي هېوادونو هم اندېښنه څرګنده کړې وه، چې د ژمي په ختمېدو سره به د افغانستان څخه د کډوالۍ بهير پراخ شي. د دوی په خبره په افغانستان کې د بې کارۍ او فقر له کبله زرګونه خلک غواړي له دغه هېواد څخه بهر شي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button