د کرکټ بورډ اجرایوي رئیس لوګر ته سفر وکړ

د افغانستان کرکټ بورډ اجرايوي ريس او د ځينو برخو مسٶلينو د لوګر ولايت مرکز او محمداغې ولسوالۍ له لوبغالو څخه ليدنه وکړه!

د افغانستان کرکټ بورډ اجرايوي مشر نصيب خان د کورني کرکټ مسٶل احسان عبيد او ځينو نورو مسٶلينو د لوګر ولايت مرکز او محمداغې ولسوالۍ له لوبغالو څخه ليدنه وکړه.

د لوګر د کرکټ بورډ آمر بشیر احمد ساحل وایي، چې د کرکټ بورډ څخه راغليو پلاوو سره یې د لوګر ولايت د کرکټ ستونزې شریکې کړې او ښاغلي نصيب خان لوګر ولايت د کرکټ په برخه کې له اهمو ولاياتو وباله او څرګنده يې کړه چې په راتلونکي کې به د لوګر کرکټ هرې برخې ته ځانګړې پاملرنه کېږي؛ وروسته د کورني کرکټ مشر هم په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې روان کال کې به د لوګر لوبغاړو ته د سهولتونو په برابرولو کې ډېره هڅه کوي.

پنجره ورځپاڼه

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button