د پیرمحمد کاروان نوی غزل
باطني کیف دی په اروا کې بویه څرک د رڼا
چې د زړه سترګو ته ور وښيي درک د رڼا
په عقل ډېر غاوره خلک به ګړنګ ته لوېږي
چې د معنی په سترګو نه ویني سرک د رڼا
په خروارونو کرشمې ورباندې څنګه تَلې
چې یې په تله کې ځایېږي نه چارک د رڼا
یو باندې سل دروازې درستې ورته خلاصې لره
که چېرته واورې په پستو ګوتو ټک ټک د رڼا
چې کشتیبان یې وي جانان، په کې به لاره وهي
لوی سمندر که په څپو روان وي ډک د رڼا
ساقي یو دوه ګیلاسه ماته را اروا مې تږې
دا شین آسمان خو ستا په لاس کې دی چاینک د رڼا
تیارو ځپلي دي اوږدو اوږدو خوبونو وړي
ښکلیه را ویښ یې کړه په نیم دانه سترګک د رڼا
وایي کاروانه په کې سل جنته کیف د مینې
پر چا پیرزو که شو د لویې ښکلا پړک د رڼا.