د پکتيا څمکنيو کې ولور پنځه لکه افغانۍ وټاکل شو

د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې قومي مشرانو ولور پنځه لکه افغانۍ وټاکل شو.

دغو قومي مخورو، دیني عالمانو او مدني فعالانو تر څو ورځنيو سلا مشورو وروسته بالاخره د کوچني اختر پر اوله ورځ د نجونو ولور پنځه لکه افغانۍ اعلان کړ.

قومي مشرانو ويلي، پخوا د نجونو د ولور تر څنګ نور ډېر لګښتونه، سره زر او نور توکي دود وو، چې کورنۍ يې ستونزو سره مخامخې کړې وې.

د يادونې ده، چې پکتيا د افغانستان يو له هغو سيمو يادېږي، چې ولور او د واده د لګښتونو کچه په کې بيخي زياته ده او اکثره ځوانان يې په عربي او نورو هېوادونو کې د واده لګښتونو پوره کولو پسې کلونه کلونه مسافري کوي.

Back to top button