د پوتين تازه پرېکړې پر وړاندې د نړۍ والو غبرګونونه

د امريکا په شمول ګڼو اروپایي هېوادونو هم د پوتين تازه پرېکړه غندلې او خپل غبرګونونه يې ښودلي.

د فرانسې ولسمشر او دغه راز د جرمني لومړي وزیر ویلي، د روسیې ولسمشر تازه پرېکړې له مخې د سولې هڅې ناکامې کړې او نورو ناندريو ته يې لار خلاصه کړه.

دوی‌ د پوتين دغه کار چې اوکراین يې پر دوه برخو تجزيه کړ په کلکه غندلی.

له دې سره هممهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي، ډېر ژر او پر وخت بايد د پوتين دغه اقدام ځواب ورکړل شي.

بلخوا بيا د امريکا ولسمشر جو بایډن د لومړي غبرګون په توګه تازه بېلې شوې سيمې د د نړۍ والو بندیزونو په لېست کې شاملې کړې او دغه راز يې امریکایي وګړو ته امر کړی چې له دې سیمو سره دې هېڅ ډول معاملات او اړیکې و نه لري.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تازه له اوکراین دوې برخې جلا کړې، هغه یې مستقلو هېوادونو په توګه اعلان کړې، خپل ولسمشران یې ورته معرفي کړل، د همکارۍ سند یې ورسره لاسلیک کړ او د دوی د ساتنې لپاره یې خپل پوځیان دغو سيمو ته واستول.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button