د پوتين تازه پرېکړه

پوتین اوکراین په دوه مستقلو برخو تجزیه کړ، ولسمشران يې ورته معرفي کړل او په رسميت يې وپېژندلې.

د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین تېره شپه د يوې پرېکړې له مخې د روسیې تونتسک او لوهانسک سیمې د مستقلو سیمو په توګه په رسمیت وپېژندلې او همدارنګه ویل کېږي چې دغه سیمو ته یې ولسمشران هم ور وپېژندل.

د روسیې دغه سیمې د بیلتونپالو په لاس کې وې او اوس تازه پوتین هغه سیمو ته د خپلو سرتېرو د لېږلو فرمان هم لاسلیک کړی دی.

دغې مسئلې د امریکا او اروپا کلک غبرګونونه راپارولي  دي او په ورته وخت کې د امريکا ولسمشر جو بایډن پر روسیې د بندیزونو وضع کولو فرمان لاسلیک کړی دی.

بلخوا اوکراین بیا ويلي دوی ته خپله خپله تر هرڅه ډېر ارزښت لري او هيچا ته به اجازه ور نه کړي چې روسیه یې ترې بېله کړي.

راپورونه وايي چې اوس مهال دغو سيمو ته د روسيې ځواکونه ننوتي او سيمې تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button