د پاکستان ۳۱۰ټنه بشري مرسته افغانستان ته رسېدلې

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان وايي، چې د پاک افغان همکارۍ ټولنې لخوا برابره شوې ۳۱۰ ټنه بشري مرسته افغانستان ته ورسېده.

نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، یاده مرسته چې په ۲۰ شلو لارۍ موټرو کې ځای پر ځای شوې وه په تورخم کې افغان حکومت ته وسپارل شوه.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي ویلي چې په دغه بشري مرسته کې خوراکي مواد او ژمني توکي شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سره صلیب نړیوالې ادارې ویلي چې په افغانستان کې ۲۴.۴ میلیون خلک بشري مرستو ته اړتیا لري چې دا نسبت تېر کال ته ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button