د پاکستان د پوځ ویاند: پر ډېورنډکرښه د اغزن تار تېرېدو کار ۹۴سلنه بشپړ شوی

‏د پاکستان د پوځ وياند بابر افتخار ویلي چې پر ډېورنډ کرښه يې د اغزن تار تېرولو د کار چارې ۹۴ سلنه بشپړې شوي دي او ډېر ژر به يې تکميل کړي.

بابر افتخار وايي چې دغه اغزن تار د امن تار دی او په وينا يې د تار په تېرولو يې سرتېرو وینې توی کړي دي.

واک ته د طالبانو له رسېدو را په دې خوا طالبانو څو ځلې داسې ویډیویي کلیپونه خپاره کړي چې د ډېورنډ په کرښه د پاکستان لخوا غزول شوی اغزن تار پکې لرې کوي او وایي چې په نومړې کرښه ورته د پاکستان هېواد د اغزن تار تېرول د منلو وړ نه دي.

د طالبانو لوړپوړي چارواکي وایي چې د ډېورنډ موضوع به له پاکستاني چاروکو سره په سولیز ډول حل کړي

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button