د پاکستان بلوچستان ایایت کې ۷ سرتېري وژل شوي

پاکستاني چارواکي وایي، چې په بلوچستان ایالت کې په نښتو کې ۱۵ بریدګر او ۷ پاکستاني سرتیري وژل شوي دي. د دې هېواد د رسنیو راپورونه وایي، چې د پوځ په خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي چې په بریدونو کې څلور سرتیري ټپيان شوي هم دي.

بلخوا د بلوڅانو د آزادۍ پوځ په نامه بېلتون غوښتونکې ډلې ادعا کړې چې په پوځي پوستو بریدونه دوئ تر سره کړي دي، د دې ډلې په یوې اعلامیې کې راغلي چې برید د هغوئ د ځانمرګو قطعې کړی دی.

یاده ډله زیاتوي چې دا بریدونه د نوشکي ولسوالۍ کې په پاکستاني ځواکونو ترسره شوي چې د یو افسر په ګډون پکې شاوخوا ۱۰۰ پاکستاني پوځیان وژل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني حکومت تل له بلوڅو بیلتون غوښتونکو سره هند پر مرسته تورنوي، خو هندي چارواکو د پاکستان دا تورونه بې بنسټه بولي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button