د پاکستان امنيت سلاکار کابل ته راغلی

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف د یو لوړپوړي د‎ولتي پلاوي په مشرۍ د طالب حکومت له چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته راغلی دی.

د طالب حکومت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني ویلي چې د افغان او پاکستاني پلاوي ترمنځ خبرې اترې پیل شوې دي.

د سمنګاني په خبره‌ په دې لیدنه کې به دواړه خواوې پر بېلابېلو مسائلو خبرې اترې وکړي. تر دې‌ وړاندې ټاکل شوې وه چې نوموړی د روانې میاشتې په ۱۸مه کابل ته راشي؛ خو د نامعلومو دلایلو له وجې یې سفر وځنډېد.

معید یوسف وروسته له هغې کابل ته راځي چې پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار لګولو پر سر د افغان او پاکستاني پوله ساتو نښتې وشوې او هممهاله پاکستاني طالبانو هم له پاکستاني حکومت څخه پر ډیورنډ فرضي کرښه باندې د لګول شوي اغزن تار ټولولو غوښتنه کړې ده.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button