د ټرمپ تازه څرګندونې

ټرمپ وايي ټولې نړۍ په افغانستان کې زموږ د حمقاتونو ننداره کوله.

د امريکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، چې په افغانستان کې له شرمه ډکې ماتې يې روسیه، شمالي کوریا، چين او ايران زړور کړل.

هغه په يوې ټلويزيوني مرکه کې ويلي، ټولې نړۍ زمونږ ننداره کوله، چې په افغانستان کې مو کوم حماقتونه کول.

د نوموړي په وينا امريکا چې هغه تېروتنې په افغانستان کې وکړې، ټولې نړۍ وليدلې. دی ټينګار کوي او وايي دا يوه واضح خبره ده، چې نړۍ زمونږ کمزوري او تېښته وليدله.

هغه همداراز ويلي نن چې په اوکراین کې کوم وضعيت راغلی، ددې زمينه څو مياشتې وړاندې بایډن په افغانستان کې برابره کړه او روسیې ته یې دا روحیه ورکړه، څو پر اوکراین برید وکړي.

ټرمپ تمه ښودلې، چې که روسيه له سختو بندیزونو سره مخ شي، نو ښايي اړ شي او له اوکراین ووځي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button