ترکمنستان: ټاپي پروژې ته زمينه برابره ده
ترکمنستان حکومت وايي په افغانستان کې د ټاپي پروژې تطبيق ته زمينه برابره ده.
د ترکمنستان د بهرنيو چارو مرستیال وزير وفاحاجيوف چې د يوه پلاوي په مشرۍ يې د افغانستان هرات ولايت ته سفر کړی او ويلي دي چې د افغانستان کې وضعيت ښه شوی، نو ځکه په دغه هېواد کې د ټاپي پروژې د تطبيق زمينه برابره شوې ده.
د هرات د سوداګرۍ خونې له خوا په خپره شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال او د ټاپي پروژې عمومي رئیس محمد مراد امانوف او ورسره پلاوي د ټاپي پروژې د کار د ګړندي کېدو په موخه د دغه ولايت د سوداګرۍ خونې له مشرانو سره کتلي دي.
خبرپاڼه زياتوي چې وفاحاجيوف په دې ليدنه کې ويلي چې د ټاپي پروژې د تطبیق په برخه کې مهم بحث امنيتي موضوع ده چې اوس افغانستان کې وضعيت ښه شوی او دلته د ټاپي پروژې د تطبيق زمينه برابره شوې ده.
په خپره شوې خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ويلي چې روان میلادي کال به په ترکمنستان کې د ټاپي پروژې کار بشپړ شي او په ورته وخت کې به په افغانستان کې هم د پيپ تېرولو کار هم پيل شي.