د يونيسف تازه څرګندونې

د ملګري ملتونو يونيسف دفتر وايي په افغانستان کې د خوارځواکۍ له کبله شاوخوا د یو میلیون ماشومانو د مړېنې امکان شته دی.

له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق یا یونیسف په تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د بشري ناورین د کابو کولو لپاره جدي اقداماتو ته اړتیا لېدل کېږي.

سرچینه زیاتوي که چېرې عاجل اقدامات و نه شي نو په روان ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا د یو میلیون ماشومانو د مړېنې امکان شته دی.

دغې سرچينې همدا راز ويلي چې  دلته د مرستو د نه زياتېدو او د اوسني ناوړه اقتصادي وضعیت د دوام په صورت کې به تر دوه میلیونو ډېر نور ماشومان هم په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته شي.

یونیسف تر دې وړاندې هم په څو ځلې له نړۍ والو بنسټونو غوښتي و، چې د افغانانو لاسنیوی وکړي او دلته د روان بشري ناورین مخه ونیسي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button