د ویښتانو د پخو درملنه

که د ویښتانو پخه لرئ او سر مو خارښ کوي تاسو کولی شئ چې له هغو شامپو ګانو څخه استفاده وکړئ چې يو له دغو لاندې اجزاوو څخه ولري. په ډيری هېوادونو کې د دغو شامپوګانو د اخیستلو لپاره تاسو د ډاکټر نسخې ته اړتيا نه لرئ.
زېنک پېرتيون zinc pyrithione
سالېسليک اسيډ Salicylic acid
سلِنيم سلفايډ Selenium sulphide
کِټوکونازول Ketoconazole
کول ټار Coal tar
هغه شامپو ګانې چې يو له پورته اجزاوو څخه ولري بايد يوه مياشت استعمال شي، که يوې کار ور نکړ بله و ازمايئ تر څو هغه شامپو پيدا کړئ چې ستاسو د سر پخه او خارښ ور سره ورک شي. که له پورته شامپوګانو سره مو د سر پخه او خارښ ښه نه شو نو بيا خپل کورته نږدې له ډاکټر سره مشوره وکړئ.

ډاکټرامان شمس

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button