د هېواد په پنځو ولایتونو کې په خلکو د کار په بدل کې غنم وېشل کېږي

د هېواد په پنځو ولایتونو کې په خلکو د کار په بدل کې غنم وېشل کېږي.

د طالبانو د سرپرست حکومت لوړپوړو چارواکو ویلي، چې د هېواد په پنځو ولایتونو کې په خلکو د کار په بدل کې ۶۰۰۰ټنه غنم وېشل کېږي.

هغوئ زیاتوي چې دا غنم ‏په بغلان، بدخشان، تخار، سمنګان او کندوز ولایتونو کې پر خلکو د کار په بدل کې وېشل کیږي.

د رسنیو د معلوماتو له مخې بدخشان ته ۱۳۸۴ ټنه، تخار ته ۱۳۸۵ ټنه سمنګانو ته ۵۵۵ ټنه او کندوز ته ۱۴۳۶ ټنه لېږدول کیږي او ۱۲۴۰ ټنه یې په بغلان کې د کار په بدل کې پر خلکو وېشل کیږي.

طالبان وایي د دې پروژې په عملي کولو سره به په نوموړو ولایتونو کې د بېکارۍ او فقر کچه ټيټه شي.

هغوئ همداراز وایي، چې طالب حکومت پلان لري ترڅو په ټولو ولایتونو کې خلکو ته د کار په بدل کې د غنمو د وېش پروژه په لار واچوي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button