Trending

د نړۍ دوهم مفکر او د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني د نړۍ دويم فاسد شخص وټاکل شو

د نړۍ دوهم مفکر او د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني د نړۍ دويم فاسد شخص وټاکل شو.
د سازمان شوي جرمونو او فساد په اړه د راپور ورکولو پروژې (OCCRP) د بلاروس ولسمشر «لوکاشینکو» نه وروسته محمد اشرف غني د ۲۰۲۱ کال تر‌ ټولو فاسد شخص وټاکلو.
دغه سازمان وایي چې محمد اشرف غني یو بې کفایته او فاسد شخص دی چې خپل خلک یې مرگ ته پرېښودل او د پخواني حکومت له فاسدو چارواکو سره متحده عربي اماراتو ته وتښتید.

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني تر اوسه د OCCRP د راپور په اړه څه نه دي ویلي، خو ده د روان میلادي کال په اګسټ میاشت کې په یوه ویډیو پیغام کې ویلي و چې د واک یې ځکه پرېښود او عربي اماراتو ته ولاړ چې د انسانانو د وژنو مخه ونیول شي.

واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته دا څووم ځل دی چې په پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د فساد تورونه لګېږي، او د ده پخوانی حکومت په هېواد کې د روان اقتصادي بد وضعیت لامل بلل کېږي.

غني ۷کاله د افغانستان ولسمشر و او د واک پر محال یې د نورو رغنیزو چارو ترڅنګ لاندې مهمې رغنیزې چارې تر سره کړې دي.

بندونه:
۱- هلمند ولايت، د ګرېشک د اوبو بند.
۲- هلمند ولايت، د کجکي د اوبو بند.
۳- قندهار ولايت، د دهلې د اوبو بند.
۴- هرات ولايت، د افغان – هند دوستي(سلما) د اوبو بند.
۵- نيمروز ولايت، د کمال خان د اوبو بند.
۶- غزني ولايت، د سرده د اوبو بند.
۷- بدخشان ولايت، د شورابک د اوبو بند.
۸- دايکندي ولايت، د سوختک د اوبو بند.
۹- غزني ولايت، د سلطان د اوبو بند
۱۰- دکابل شاه او عروس بند
۱۱- د کابل د شاه توت د بند
۱۲- د هلمند ولایت کجکۍ بند
۱۳- هرات ولایت پاشدان بند
۱۴- کندز ولایت خان اباد بند
۱۵- د فراه ولایت د بخش آباد بند
۱۶- دپکتیا ولایت د مچغلو بند
۱۷- د پکتیکا ولایت د پتلو بند

کانالونه:
۱- د تخار د نهر چمن کانال چارې
۲- په کاپيسا ولایت کې د اوبو هایدرومیټرولوژي سټېشنونو.
۳- د کمال خان بند څخه د ۲۴۶ کیلومتر په اوږد والي سره د کانالونو ودانول.
۴- د تخار په ولایت کې د پنج آمو د اوبو سکټور پروګرام درېیمه برخه بشپړول.
۵- کتدز کې د نوي ارچي کانال.
۶- په لغمان ولایت کې د شاهي کانال د لومړي لاټ د رغونې چارې.
۷- فراه ولایت کې د نصرت کانال بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل.
۸- د لغمان د عبدالرحیمزي کانال بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل.
۹- په سمنګان ولایت کې د کاریز سربند.
۱۰- د کندز ولایت د خوشتيپې کانال د بیارغونې چارې.
۱۱- کندز ولایت کې د شهروان سربند بشپړول.
۱۲- پکتیکا ولایت کې د اوبو هایدرومیټرولوژي ۵ سټېشنونو بشپړول.
۱۳- بلخ ولایت د قزل اباد کانال تحکیماتي چارې.
۱۴- د بلخ کانال د بیارغونې چارې.
۱۵- ننګرهار ولایت کې د شمشپور د کانال بشيړول.
۱۶- هرات ولایت کې د کبرزان کانال د بیارغونې چارې.
۱۷- په هرات ولایت کې د تېزان کانال عملي چارې.
۱۸- زابل ولایت کې د توری بند د جوړولو چارې.
۱۹- د پنجشیر صیاد د سیند غاړو تحکیماتي لومړی لاټ بشپړول.
۲۰- هرات کې د چغرتان کانال د بیارغونې چارې بشپړول.
۲۱- ننګرهار کې د درونټې بند لاندینۍ برخې د سیند غاړو تحکیماتو چارې بشپړول.
۲۲- د کابل ولایت په بګرامیو ولسوالۍ کې د دوو کانال پروژو بشپړول.
۲۳- د تخار په ولایت کې د قلبرس کانال رغنیزې چارې بشپړول.
۲۴- د تخار ولایت د شوراب کانال رغنیزې چارې بشپړول.
۲۵- په بلخ ولایت کې د کلستر، لکو، قچر او چوچمن کانالونو بشپړول.
۲۶- کنړ کې د لیچلام د کلي د سربند او کانال د جوړیدو چارې.

د اوسپنې پټلې او نور کارونه:
۱- د اور ګاډي د اوسپنې ليکه آقينه ( ازبکستان سره)
۲- د اور ګاډي د اوسپنې ليکه هرات ( ايران سره )
۳- د اور ګاډي د اوسپنې ليکه هرات ( ترکمنستان سره)
۴- د اورګاډي د اوسپنې ليکه د حراتان بندر.
۵- د حلقوي سرک جوړول ( قېصار لامان)
۶- د يکاولنګ د دره صوف د سرګ جوړول
۷- د دوشي د سرک جوړول ( باميان)
۸- باميان او نورو ولايايتونو ته د برېښنا انتقال.
۹- د ګردن دېوال د سرک د کار پېل.
۱۰- د تاريخي ودانيو جوړول.
۱۱- د جاغوري قره باغ د سرک پېل .
۱۲- د خوست، ننګرهار او هلمند د هوايي ډګرونو دکارونو جریان.
۱۳- زرګونه مکتبونو، سلګونه جوماتونو او کیلینکونو جوړول.
۱۴- تاشکند کې د رېل پټلې دجوړولو لارې نقشه لاسلیک کول، چې افغانستان د منځنۍ او سویلي اسیا سره نښلوي
۱۵- د دارالامان ماڼي، عیده جومات، پلې خشتي جوړول.
۱۶- ننګرهار کې د ۶۰۰ بستره روغتیايي کمپلکس جوړول.
۱۷ -د الکترونکې تذکرو ویش پيل کول او هره ورځ ۲۵ زره برېښنایي تذکرې وېشل.
۱۸- د حیرتان-مزارشریف،آقینې او تورغندۍ اوسپنې پټلیو له لارې زرګونه ټنه (حبوبات،وچې میوې او تازه میوې)له هیواد بهر ته صادرول.
۱۹- د جبل السراج سمېنټو فابریکه د بیا ځل لپاره فعالول.
۲۰- کابل کې د کرکټ لوبغالي لپاره ۶۰ جریبه ځمکه ځانګړې کول

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button