د ملګري ملتونو او ايران ترمنځ ناسته

ملګري ملتونو او ايران د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړې دي.

د ايراني ورځپاڼو د راپورونو له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبدالهیان د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتریش سره په افغانستان کې د روان وضعیت‌‌ پر سر او نورو اړوندو مسايلو په هکله خبرې کړې دي.

راپورونه راځي چې ایراني چارواکو په دغه لیدنه کې له افغانستان د کډوالو د څپې په اړه اندېښنه ښودلې او له ملګرو ملتونو یې غوښتنه کړې چې په دې برخه کې دې‌ورسره لازمه همکاري وکړي.

دغه راز دواړو خواوو افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د رسولو او دلته د یوه ټولشموله حکومت پر جوړېدو هم ټینګار کړی دی.

همداراز ملګرو ملتونو ویلي دا زموږ لپاره رډېره مهمه ده چې له افغانستان سره بشردوستانه مرستې وشي، د نشه يي توکو د کاروبار مخنیوی وشي او له دغه هېواد څخه د کډوالۍ کچه راټيټه شي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button