د ملګرو ملتونو عمومي منشي تازه څرګندونې

ملګري ملتونه وایي د افغانستان امنیت د سیمې له سازمانونو سره د دوی د همکارۍ یوه مهمه برخه بلل کېږي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د دغه سازمان د امنیت شورا په غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، چې دوی د ایرواسیا، جمعې امنیت او همداراز د مرکزي اسیا هېوادونو د امنیتي سازمانونو سره په اړیکه کې دي او هڅه کوي چې د افغانستان امنیت د دوی د اړیکو او همکاریو یوه مهمه برخه وي.

ګوتريش وايي چې دا مهال په افغانستان کې يو لوی بشري ناورین رامنځ ته شوی دی او د ددې هېواد د خلکو ژغورل د ټولو نړۍ والو ګډ مسوولیت دی.

نوموړي د افغانستان امنیت هم د ټولې سیمې لپاره اړين بللی دی او په خبره يې چې دوی یوازې په ګډه همکارۍ کولای شي ددغه هېواد امنیت د تل لپاره ټينګ کړي او له دغه ځایه سیمې او نړۍ ته خطرونه له منځه لاړ شي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button