د مشرانو جرګې پخوانی مشر فضل هادي مسلم یار اماراتو ته ولاړ

د پژواک خبري آژانس د راپور په حواله د مشرانو جرګې پخواني رئیس ته نیږدې سرچینې پژواک ته تایید کړه چې مسلم یار دوبۍ ته تللی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي مصالحې عالي شورا د پخواني مشر ډاکتر عبدالله په ګډون د مشرانو جرګې پخوانی مشر مسلم یار یو له هغو سیاستوالو ول چې طالبانو بهر ته د سفر اجازه نه ورکوله.

د جمهوريت تر سقوط وروسته چې پخواني ولسمشر محمد اشرف غني احمدزي هېواد پریښود، مسلم یار د نورو سیاستوالو سره یوځای افغانستان کې پاتې شو.

پژواک ته په رسیدلي انځور کې مسلم یار دبۍ ته له رسیدو وروسته له خپل زوی سره لیدل کیږي.
سرچینه وایي مسلم یار به یوه اونۍ هلته وي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button