د ماشومانو د ملاتړ صندوق تازه راپور

د ماشومانو ملاتړ صندوق وايي په افغانستان کې پنځه ميليونه ماشومان له لوږې سره مخ دي.

د ماشومانو د ساتنې صندوق په یوه تازه راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې نږدې پنځه میلیونه ماشومان له لوږې سره مخ دي.

په افغانستان کې د ياد نړۍ وال صندوق د رسنیو مسوولې شارلوټ روز ویلي، چې په دغه هېواد کې د خوارځواکه ماشومانو په شمېر کې دوه چنده زياتوالی راغلی دی.

د مېرمن روز په وينا، د امریکا له خوا د افغانستان د شتمنۍ کنګل کېدلو له وجې دغه هېواد کې اقتصادي ستونزې ډېرې شوي دي.

هغې همداراز ويلي، په افغانستان کې د طالبانو حاکمیت له پیل وروسته، یو شمېر روغتيايي مرکزونه د مالي ستونزو او امکاناتو د نه درلودلو له امله تړل شوي دي.

د مېرمن روز په وينا دا یوه لویه ستونزه ده ځکه دلته ماشومان د اړتیا وړ روغتیايي توکو ته لاسرسی نه لري او یو شمېر يې هم د ډاکټرانو او د درملو د نه درلودلو له کبله له درمنلې وړاندې له روغتونه کور ته استول کېږي.

هغې ټینګار کړی، د دغې ستونزې د پراخېدو د مخنیوي په خاطر باید لودیځ هېوادونه پیسې کنګلې نه کړي او اجازه دې‌ ورکړي چې افغانستان ته نغدې پيسې راشي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button