د لوګر په ښونځیو کې د نوي ښوونیز کال پیل ته ځانګړي تدابیر نیول شوي
د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلین وایي، چې د دې ولایت د نجونو او هلکانو په شته ۲۷۶ ښوونځیو کې د راتلونکي ۱۴۰۱ ښوونیز کال د پیل لپاره ټول اړین تدابیر نیول شوي دي.
د نیول شویو تدابیرو له مخې، د ښوونځیو ښوونکو ته لارښوونه شوې ده چې زده کوونکو ته د نوي ښوونیز کال په لومړۍ ورځ درسي بهیر پیل کړي.
د لوګر د پوهنې ریاست مسؤلین همداراز زیاتوي، چې د ښوونځیو درسي ټولګي منظم شوي، زده کوونکو ته د زده کړو اسانتیاوې برابرې شوي او ښوونکو ته د درسي توکو امکانات په واک کې ورکړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ویلي دي، د راتلونکي ۱۴۰۱ه کال په لومړۍ ورځ به د هېواد ټول ښونځي د زده کونکو پر مخ پرانځي.