‏د قطر هېواد د بهرنیو چارو وزیر او د ملګرو ملتونو عمومي منشي د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

د رسنيو د راپورونو په حواله، ‏د قطر هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان آل ثاني او د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش پرون د یوې تلیفوني اړیکې له لارې د افغانستان په تړاو خبرې کړې دي.

راپورونو زیاتوي، چې عبدالرحمن آل ثاني او د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د افغانستان پر روان بشري او اقتصادي وضعیت خپل نظرونه سره شریک کړي دي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دوئ د افغانستان په تړاو له ملګرو ملتونو سره بشپړې همکارۍ ته چمتو دي او د بشري حقونو د رعایت او بشري وضعیت د ښه کېدو لپاره هڅه کوي.

هغه زیاتوي، قطر غواړي له ملګرو ملتونو سره په همغږۍ د نړیوال پرمختګ او پراختیا په برخه کې هڅې وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومی منشي انتونیو ګوتریش هم ویلي چې قطر هېواد تل د نړیوالو بشري موضوعاتو په برخه کې همکاري کړې ده او له قطر څخه غواړي چې په افغان خاوره کې د تلپاتې سولې او د اوسني وضعیت د ښه کېدو په برخه کې لا ډېرې هڅې وکړي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button