د طالبانو سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو له قطغن روغتون لیدنه وکړه

د طالبانو د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت مسؤلین وایي، چې د دې وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق رئیس ډاکټر سید رسول منګل او ورسره مل پلاوي د قطغن خصوصي روغتون څخه لیدنه وکړه.

هغوئ زیاتوي چې په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزارت مشرتابه پلاوي د روغتون په بېلابېلو برخو کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر له نږدې وڅاره، او دغه پلاوي له ارزونې وروسته د قطغن ​​خصوصي روغتون د سي ټي سکن، عملیات خونې، غاښونو، د ګوش و ګلو عصبي جراحي وارډونه بند کړل او مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه چې د روغتیا وزارت له معیارونو سره سم خپل روغتیايي خدمتونه تنظیم کړي.

د یاد وزارت د مسولینو په وینا د قطغن روغتون بند شوي وارډونه معیاري نه و تنظیم شوي له همدې امله بندي شوي دي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button