د سید شاه سعود نوی غزل

غزل

په شور او په غوغا به درنه لاړ شي لیونتوب
نرګسه په موسکا به درنه لاړ شي لیونتوب

نیستۍ لکه د ګل به درنه ورژیږي مخ
مستۍ لکه زما به درنه لاړ شي لیونتوب

په اوښکو کې ډوبیږي رخصتیږي ولولې
چې ژاړې په ژړا به درنه لاړ شي لیونتوب

چې شمع شې شغله به دې موسکۍ شي لکه ګل
چې کل شې په رڼا به درنه لاړ شي لیونتوب

منصوره بی انا به دې فنا کړي فلسفې
مجنونه بې صحرا به درنه لاړ شي لیونتوب

چې ځان ته مخامخ یې مخامخ به وي منزل.
چې پټ شې نو په غلا به درنه لاړ شي لیونتوب

مدهوشه ده بیداره ده خاموشه خاموشي
بس چوپ شه ګنې بیا به درنه لاړ شي لیونتوب

چې غواړې تل به ګرځې لیونی لکه سعود
چې نه غواړې سبا به درنه لاړ شي لیونتوب

سید شاه سعود

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button