د سپټمبر پېښې قربانيانو کورنۍ له عربستان غرامت غواړي

د سپټمبر ۱۱ مې پېښې قربانیانو کورنۍ وایي افغانان پخپله د ترهګرۍ قرباني دي او زموږ د قربانۍ غرامت بايد له عربستان واخيستل شي.

په امريکا کې د د سپټمبر ۱۱ مې پېښې قربانیانو کورنیو ځینو استازو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دوی د افغانستان پر خلکو کومه مستقیمه ادعا نه لري نو د ولسمشر بايډن حکومت ته په کار نه ده چې د ملکي افغانانو په شتمنۍ ولکه ولګوي.

دوی وایي افغان ملت په خپله په تېرو شلو کلونو کې د ترهګرۍ له وجې قرباني شوی دی او ددې لپاره جدي اړتیا ده چې له دوی سره مرستې وشي.

د سپټمبر ۱۱ مې پېښې قربانیانو کورنۍ ادعا کوي، چې د پېښې اصلي عاملين عربان دي او د زموږ حکومت ورسره دوستانه اړیکې پالي؛ خو برعکس د غريبو افغانانو پر وړاندې بیا داسې يو غیر عادلانه اقدام کوي او شتمنۍ یې تصرف کوي.

بلخوا بيا تر دې دمه امریکايي محکمې لا د بایډن د هغه فرمان په هکله لا پرېکړه نه ده کړې چې د افغانانو اووه میلیارده ډالره‌ پيسې یې په دوه برخو وېشلې ده.

څه موده وړاندې د‌ امريکا ولسمشر بایډن فرمان ور کړی و، چې د افغانانو شتمني دې په دوه برخو وويشل شي، چې له مخې به يې يوه برخه افغانانو او بله برخه به يې د سپټمبر پېښې قربانیانو کورنۍ ته ورکوي. د بايډن دغه پرېکړه په نړۍ واله کچه هره ورځ له نوو او توندو غبرګونونو سره مخ کېږي.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button