د سي ان ان راپور: امريکا ته سلګونه افغان ماشومان له کورنيو پرته بېول شوي

امریکا ته سلګونه افغان ماشومان له کورنيو پرته بېول شوي دي. امریکايي رسنيو ويلي د امريکا د تخلیې په ماموریت کې سلګونه داسې ماشومان راويستل شوي چې تر دې دمه یې د کورنۍ او مور او پلار په اړه هېڅ ډول معلومات نشته دي.

سي ان ان په خپل یوه تازه راپور کې ويلي، د دوی موندنې ښيي چې تر دې دمه ۱۴۵۰ داسې ماشومان تشخیص شوي چې کورنۍ یې ورسره نشته، د دوی عمرونه د لسو او اوولسو کلونو ترمنځ دي.

په امریکا کې د افغان کډوالو د تنظیم مسؤولینو هم ویلي چې دا مسئله د اندېښنې وړ ده او دا هم نه ده معلومه چې دغه ماشومان به کله او چېرته له خپلې کورنۍ سره بېرته یو ځای شي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم ځينو امریکایي بنسټونو ددغه ماشومانو د برخلیک په اړه اندېښنه ښودلې وه.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button