د سبا رنګ د تخليقي تجربو مثلث

د سبا رنګ د تخليقي تجربو مثلث

د شعر په اړه بحثونه له دوه نکتو پیليږي، یو یې هم له تولید وړاندې حالت دی او بل يې هم له تولید وروسته حالت.

شاعري له تولید وړاندې له ابهامه د یوې ډکې سایې په څېر وي چې وجود خو یې وي خو البته پيژندل یې ستونزمن وي.

په دغه پړاو چې  شعر او د شعر  مانا او شکل یواځې د شاعر سره وي، بلکې که ووایم شاعر هم دغه شناخت له همدغې سایې ډوله پړاو څخه اخیستې وي.

د شعر دغه مرحله لکه د مور په رحم کې «جنين» چې د حال په تېرېدو سره شکل پیدا کوي. لکه څنګه چې وراثتي خصوصیتونه او عناصر د جنين په مجسم کېدو کې اساسي نقش لري همداسې د شعر له تولید مخکې هغه حالت چې ما ورته له ابهامه د یوې ډکې سایې سره تشبیه ورکړه، هغه ته د خپل ذاتي خصوصیت په ورکول سره یو شکل او جوړښت ټاکي. دغه مهال دا یو تجريدي «شی» وی چې حدود یې نه شي تعین کېدلی.

خو په دویمه مرحله کې له تولید وروسته دغه تجریدي وجود صورت مومي او بیا لکه هم هغه د جنين او انساني ساختار په څېر لکه څنګه چې هلته په ظاهري وجود کې یې نمونه وي همداسې د تخليقي تجربې په مجسم کولو کې د شاعر شخصیتي جوړښت اغېز لري.

په دویمه مرحله کې تخلیقي تجربه له تجريدي حالته راووځي او ترکيبي ماهیت خپلوي، دغه ترکيبي ماهیت د هنرونو او تخلیقي تجربو د څانګو او برخو په تقسیم خپل خپل عناصر او اجزا لري چې په نمود او راټولېدو سره د یوې بشپړې تخلیقي تجربې مثال وګرځي.

د ښاغلي صابر شینواري د سبارنګ شاعري د خپلو تخليقي تجربو په بهیر کې د ترکیبي عناصرو ماهیت یې په خپل « ذهن، شعري ژبې او د معروضي حالاتو د جذبې او احساس په ردې عمل» باندې اډانه دی.

دغه مثلث دهغه د شاعرۍ د تخلیقي نظام ماهیت او حیثیت بشپړ کړی دی.

همدغه وجه ده چې د هغه د شعر پيژندنه او پوهنه لوستونکي او نقاد ته اسانه کيږي، چې زه یې تمرکز د سبارنګ په همدې مثلث کوم.

سبارنګ او د صابر ډک ذهن

۱ـ د سبا رنګ شاعري مونږ د ښاغلي صابر شینواري د ژوند نړۍ لید سره اشنا کوي او دهغه د ذهن د ويړ کاینات دريڅې راته راښايي.

بشري تاريخ ثابته کړې چې انسان نړۍ ته د خپلو مسایلو او علاقمندیو سره راځي چې له همدې امله هغه د موجوداتو او ورپېښو مسایلو سره په خپل ډول چلند کوي.

د سبارنګ شعري ټولګه کې  چې کومې تخليقي تجربې شوي هغه په حقیقت کې د ښاغلي صابر شینواري د ذهن هغه دنیا ده چې هغه ورسره دې نړۍ ته راغلی، ځکه خو به ډېره ساده وي چې ووایم که « سبا رنګ» شاعري د صابر نه وی نو دده پر ځای به په کې کوم بل څوک موجود و.

تاسې که په دغه شعري مجموعه کې د عشق حسن او که د حسن عشق ګورۍ، دلته که تاسې د تنهایۍ شیبې او که د شېبو تنهايي سره مخ کیږۍ، که د انساني محروميو ویر شعر شوی او د هیلو د سبا او د سبا د هیلو د سباوون  ریښتينی معجزاتي رنګ درښکاره کوي دا او داسې نور ډېر موضوعات او مسایل په حقیقت کې د هغه د ذهن د پرانیستی کتاب دی چې د لفظونو په پیمانه کې د تخلیقي تجربو خواږه او تراخه د لوستونکي مخ ته ایښي دي.

د خپل ذات د ګویایۍ نه هم وېرېږم

چرته دا راته ونه وایي چې ستا یم

(سبارنګ، مخ، ۱۵)

په دغه شعر کې صابر په حقیقت کې د ذات د کاینات د هم هغې نړۍ یادونه کوي چې د ټولې وېرې سره سره بیا هم راښکاره شوې او د سبا رنګ د تخلیقي تجربو بنیاد یې ایښی دی.

د سبا رنګ شاعر د خپل ذهن د جوړ نظام او هلته د روان کشمکش نه خبر دی او له دغه کشمکشه چې د هغه ذهني نړۍ څنګه جوړښت موندلی ترې اګاه دی، په خپلې ذهني نړۍ یې واک او ګرفت هغه ددې جوګه کړی چې لوستونکو ته یې په دوه ټکو کې دغه جهان معرفي کړی.

تعارف مې په یوه دوه ټکو کې وکړ

مابه څه ویل چې دا یمه او دا یم

(سبا رنګ، مخ ۱۵م)

په دې شعر کې که د ساده خبرې ور اخوا د « دوه ټکو» ذومعني ترکیب ته په ژور نظر وګورو نو دلته په دوه ټکو پېژندګلو یواځې ورځنۍ محاوره نه ده، بلکې د هغه د شعر او ذهن د نړۍ د تعارف دوه لوري دي چې د هغه په ذهن کې یې ځای نیولی دی، او هغه بیا دا یو « ټکی» د بل « ټکي» په مرسته تعریف کړي او د دواړو ساخت او شناخت یې خپل تعارف ګرځولی دی.

زه اخر کوم یوه ته خپله مدعان بیان کړم

د زمانې خدا سازي او زما ډېرې ستونزې

« سبارنګ، مخ، ۳۳م»

دا شعر د سبارنګ د شاعرۍ په دې خبره «برهان قاطع» دی چې ښاغلی صابر شینواری په خپل ذهن کې کومه نړۍ او کوم ژوند ترسیم کړی هغه له ډېرو نورو ډېر مختلف او دده خپل دی، دغه نړۍ له هر ډول تجربو، تصوراتو، مشاهدو، وهمونو، ګمان او یقین له جذبو او احساساتو ډکه ده چې ښاغلي صابر شینواري یې په دې ټوګه کې یوه وړه له رنګونو او تنوع ډکه نمونه له مونږ سره شریکه کړې.

۲ـ د سبارنګ شعریات

مونږ انسانان د خپلې دنیا په یوې خاورينې ځمکه اوسيږو او د ځمکې د پراختیا او مسافت په نسبت انساني ابادي په یوه محدوده برخه اباده ده چې اوسيدونکي یې په یو نه یو ډول یو بل سره په اړيکه کې دي.

دغه اړیکې مخامخ دي او که غیر مستقیم خو د انساني ضرورتونو له کبله رامنځ ته شوي دي، ځکه خو تل پر یو، بل د اغیز سبب هم ګرځي، ډېر کله دغه تعاملات، زمونږ خاطرې او یاداښتونه سره مشترکه کړي او هغه څه چې یو انسان په ذهن کې لري ممکن یو بل څوک هم هغه ډول فکر وکړي.

خو داچې د افکارو او تجربو شراکت په کومه بڼه او ډول وکړي دغه مقام دی چې له خپلو شخصي ځانګړتیاو په ګټې یو پنځوونکی د وینا او بیان د هنرژبه له نورو ځانګړې او خاصه کړي.

راقم الحروف په« ادب او تجربه» کتاب کې د « لفظ او د فرد هنر» تر عنوان لاندې د لفظ د ماهیت او د هغې د پیرایې د اهمیت په ضمن کې ليکي:

« د لومړنیو انسانانو په اړه ویل کيږي چې د خپلو افکارو، پيښو او د یو بل پوهاوي له پاره یې له انځورونې ګټه اخیسته، ممکن د بیان دغه لومړۍ پیرایه به یې نیمګړې وه خو د اړتیا له مخې د هغه پېر د خلکو ترمنځ د افهام او تفیم جوګوه وه، د انساني ذهن د ودې سره د زړه د خبرې د ښکاره کولو دغه پېرایه هم پراخه شوه او هر انسان د خپل هنر په اندازه د هغې په بشپړې کېدو او بامانا کېدو کې برخه واخیسته.»

(ځلاند، طایر. چاپ کال (۲۰۱۵، ۱۲) ، لفظ او د فرد هنر . ادب او تجربه.، مخ ۵۰.)

لکه چې د انساني ذهن د ودې سفر پر ځای نه دی ولاړ همداسې د ژبې پراختیا او وده هم وروستی پړاو نه لري او هره شېبه له نویو اضافګیو برخمنه کيږي.

دغه زیاتونې په خلا کې نه بلکې د انساني ژوند په شاوخوا کې رامنځته کيږي چې پنځوونکي یې د بني نوع انسان همدغه هنرمنده ډلګۍ ده.

هر څو که الفاظ د انسانانو ګډ بشري میراث دی خو ددغو الفاظو کارول د شخص سلیقې، مهارت، ذکاوت او خلاقیت پورې اړه لري، یو خلاق انسان په خپلو نوښتونو د ځان له پاره خاصه ژبه ټاکي چې دهغه د شناخت سبب هم ګرځي او د هغه د ذهن د راسپړنې په برخه کې مرسته هم کوي.

د « سبارنګ» شاعر په خپلو پنځونکو کې ددغه مشترک بشري میراث څخه په خپل رنګ کې د بیان او اظهار له پاره استفاده کړې او د خپل شاعرانه تشخص له پاره یې خپل شعریات رامنځ ته کړي دي.

خو په دغه کوښښ او هڅه کې هغه د دوه درنګونو او د بیان د دوه ډوله پېرایې سره مخ شوی.

د هغه د شاعرۍ یوه برخه کې لوستونکی ويني چې شاعر په ‌ډېر مهارت، د نویو لفظي ترکیبونو، نویو تشبیهاتو او استعارو پر مټ د خپلې شاعرۍ د رنګينۍ له پاره لکه د پړکېدونکو غمیو د لفظونو انتخاب کړی او د شعر ددغه ظاهري او دروني ښایست امتزاج د « سبا رنګ» یو صفت ګرځیدلی خو بیا په همدې شعري ټولګه کې صابر شینواري ډېره داسې شاعري هم کړې چې د سادګۍ غوره مثالونه یې بللی شو. په دې حساب که یو لورې صابر شینواري د کاظم خان شیدا په دې نظر عمل کړی:

مضمون د شعر لکه پېکر وي

رنګين الفاظ یې رخت او زیور وي

ورلره بویه دا دواړه څیزه

پیکر که هر څو دلربا تر وي

کاظم خان شیدا

(شیدا، کاظم خان، د کاظم خان شیدا دیوان، حنیف خلیل، مخ ۳۸۹ چاپ کال( ۲۰۰۵ز) دانش خپروندویه ټولنه)

د پښتو ژبې د لوی او منتقد شاعر کاظم شیدا په نظر د شعر د مضمون اهمیت پر خپل ځای خو که دغه پیکرڅوک ښکلی کول غواړي نو ددې له پاره د رنګينو الفاظو له رخت او زیور ګټه اخلي.

نو بل لور د سبا رنګ شاعر د پښتو د معاصر او کلاسیک شعر ترمنځ د پل حیثیت لرونکي شاعر حمزه شینواري دا وړاندیز هم له پامه نه دی غورځولی:

حمزه هر څو که آیېنه د لطافت وي غزل

ستا به جوهر د سخن دا وي چې ساده کړه ژبه

حمزه شینواری

(د حمزه شینواري کلیات، لومړی ټوک، راټولوونکی اصف صمیم، مخ ۳۳۵، چاپ کال ۲۰۰۷ز.)

د صابر شینواري په دغه شعري ټولګه کې دغه دوه رنګونه په خپل ذات کې یې هر یو دومره تېز او پوخ دی چې لوستونکی قضاوت نه شي کولی د بیان د پیرایې کوم رنګ د صابر شینواری دی، خو هغه لوستونکي چې د سبارنګ د شاعر له تخلیقي ژبې سره اشنا دي خامخا دا نتیجه ترلاسه کوي چې زمونږ دغه شاعر په خپل سفر کې د شعر د یو ځانګړي رنګ او بڼې خپلو په لټون دی په اړه یې وروستۍ پرېکړه په نورو شعري ټولګو کې په منصفانه توګه کیدلی شي. صابر شینواری په سبارنګ کې همداسې بلها ډېر شعرونه لري چې د هغه شاعرۍ په حواله یادولی شي او له هم هغې یې شعریات تشکیلیږي. په دغه شعري مجموعه کې ډېر نوې ترکیبونه، استعارې، تشبیهات، کنایې، تلمیحات، سمبولونه او د شعر د ظاهري ښکلا نور صنایع او مراودات له ورایه ښکاري.

د بیابان د تیاریکۍ د شپو یادونه راغلل

د چا د تورو تورو زلفو د یو دید خواهش

«سبارنګ، مخ، ۴۷م»

ستا وچې شونډې د سرخۍ د زیبایش نه بغیر

مینه مو وکړه د سینګار د زیبایش نه بغیر

«سبارنګ، مخ ۷۱م»

منظر ټول شیشې شيشې شي ته راګوري

هغه ماته رانزدې شي راته ګوري

« سبارنګ، مخ ۷۸م»

زمونږ د جدایۍ کیسه ریښتیا شي

جنازه غایبانه دلته ادا شي

«سبارنګ، مخ۲۷»

د هدیرې د ابادۍ عالم

په کې یو ګور و هغه هم خالي

«سبارنګ، مخ ۳۹»

ما په سپورو زلفو، سپورو شونډو خپل کړه

اوس زما حساب شو ښه بلا حسابه

«سبارنګ، مخ ۴۴»

یو څه بل چې د سبارنګ په لوستوکو یې د سړي پام ځان ته را اړوي هغه د نويو او سختو قافیو او نویو ردیفونو کارول دي، د غزلیزې شاعرۍ ډېر دار او مدار په قافیه او ردیف ځکه چې دا یې تاثر تر اخره له ځانه سره وړي که هغه مانوس او کلیشيي او سست وي نو ټوله خواري په اوبو وړي، خو د صابر شينواري ریاضت هغه ته دا اسانه کړې چې څنګه قافیه او ردیف د ټول غزل د ښایست له پاره وکاروي او ژبه لوستونکي ته د مانوسیت او کلیشګۍ نه را وباسي.

ښاغلی صابر شینواری په نثر او شعر دواړو کې ډېره روانه او تخلیقي ژبه کاروي چې د نوموړي د لفظ د سهي استعمال په پوهه او تجربه یې دلالت کوي.

۳- سبارنګ او معروضیت

زه د دې خبرې له حقانیت انکار نه کوم چې په شاعرۍ کې خیال پردازي، توهمات، د عشق د راز رمز و نیاز، احساسات او عواطف، خاطرې او شاعرانه تصویرونه هم خوند پیدا کوي او هم د یوې انساني پديدې په توګه اهمیت لري خو هیڅ داسې هنري تخلیق ځای نه دی پیدا کړی چې تر شا یې یو مقصد نه وي.

د هر پېر انسانان د هغه وخت د وضعیت له اغېز او تاثیر خوندي نه دي پاتې شوي او په څه نا څه شکل یې هغوی تر خپل سيوري لاندې راوستلي، که ټولنیز او ټولیز حالت ښه و نو انسانانو د خپلو خوښیو سره خوشاله ژوند تیر کړی او د ژوند په اړه یې له خوند ډکې کیسې خپلو راتلونکو نسلونو ته پريښي، خو که شرایط کړکیچن او د انساني طبعې په خلاف وو خلک یې زورولي او د ناهیليو په دریاب یې ډوب کړي دي، د بشري تاريخونو له سیر ښکاري، چې د دغه ډول تاثیراتو ښه بیانونکي هنرمندان پاتې شوي دي.

د تېرو څلورو لسیزو مسلسل جنګي حالت د نورو خلکو په څېر له شاعرانو او تخلیق کارانو هم خوبونه تختولي، دغه بې درېغه مرګونه، چاودنې، وران کورونه او تالا شوي ښارونه ددې پېر د پښتو د هر سنجیده شاعر ځان ته پام کړی او د شاعرۍ په نازکو انګیو یې د حالاتو د لوګیو خاپونه جوړ دي.

صابر شینواري د یو بصیرت لرونکي او روڼاندي شاعر په توګه ددې بدرنګيو په اړه شونډې نه دي ګڼدلي بلکې په خپل شاعرانه بغاوت یې د بې پرېتوب پرځای په ظلم او ظالم نقد او د مظلوم او محروم له پاره یې غږ اوچت کړی دی.

لکه څنګه چې صابر شینواری د شاعرۍ سره سره یو ښه کیسه لیکونکی هم دی نو ددې ټولنې د هرې ډرامې د کردارونو په سپین او تور پوهیږي او د شعر په ژبه یې خپلو لوستونکو ته ښکاره کوي:

ژوندون خو څه مونږ سره مرګ هم اساني ونه کړه

زمونږ په مړو هیچا هم ګل افشاني ونه کړه

« سبارنګ، مخ ۸۴»

خیر دی که نن مو داسې دی چې په نن نه دی حساب

ښکلیه اشنا زمونږ پرون څه نا څه نوم خو لري

« سبا رنګ، مخ ۸»

چې په کې هرې خوا ته رنګ د وینې ډیر واضح و

نن د لمر سترګه شوه په داسې یو منظر کې ډوبه

«سبارنګ، مخ ۷۱»

تر دغه ځایه پورې مونږ د ښاغلي صابر شینواري د «سبارنګ» شعري ټولګې هغه درې بنیادي اړخونه تر بحث لاندې نیولي وو چې د نوموړي د شاعرۍ مثلث ګڼلی شی خو د ټولې شعري ټولګې په لوستو به لوستونکو ته دا ډېره روښانه شي چې د هغه د «شاعرانه انداز» دغه مثلث څومره په خپل منځ کې سره ژورې ریښې او تړاو لري.

همدغي تړاو او بنیاد د هغه شاعرۍ ته دا زور او قوت وربخښلی چې په لوستونکو ځان ولولي او په خپلو تخلیقي تجربو کې یې شریک کړي، په سبارنګ کې همداسې یو سفر ددې څو تورو ټکو سره تر دې ځایه تاسې سره راورسولم.

پای

ليک: طاير ځلاند 

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button