د سالنګونو لار وتړل شوه
د ډېرو واورو او توپانونو له کبلهد سالنګ لویه لار د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده. د سالنګونو د ساتنې او پاملرنې مسوولین وایي چې له تېرې شپې راهیسې په دغه سیمه کې د واورې ورښتونه ډېر شوي، چې له همدې امله لار د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.
سرچینه وایي چې د لارې له خلاصېدو او ورښتونو له درېدو سره سم به خلکو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.
د يادونې ده چې سالنګ لویه لار د هېواد له مهمو مواصلاتي لارو څخه ګڼل کېږي چې د ژمي په موسم کې ډېر وخت د سختو ورښتونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل کېږي.