د ریلیف ګولیو د زیات استعمال زیانونه

د ریلیف ګولیو د زیات استعمال زیانونه

زمونږ زياتره خلګ دغه ګولۍ په جيب کې ګرځوي دا څو ټکي درسره ولولئ. ریلیف ګولۍ د لاندې ترکیب لرونکي دي.
Paracetamol 300 mg
Diclofenac Sodium 25 mg
Chlorphenramine maleate 4 mg
Magnesium Trisilicate 100 mg
نړۍ والې فارمکولوجي یواځې د دوه درملو ترکیب ته اجازه ورکوي او تر دوه زیات درملو ترکیب د شدیدو عوارضو سبب کیږی هغه کسان چی ریلیف زیات کاروی ممکن په لاندې مزمنو ناروغیو اخته شي.

د جګر ناروغۍ.
د وینی لوړ فشار.
ډیابټس (شکر).
د زړه مزمنی ناروغۍ.
بد هضمي
زړه سوځيدنه
د معدى درد
( هو د عوارضو د کمولو لپاره دې غذا په مينځ کې وخوړل شي)
هغه کسان چى دا ګولۍ ورته زياتى خطرناکې دي

د الکولو استمالونکى
د ځيګر ناروغان
د پښتورګو ناروغان
هغه ناروغان چى د وينو د ستونزو له کبله درمل کاروى

(#يادونه هغه ميندى چى حاملدارى دى يا ماشومانو ته شيدى ورکوى دوى يى بايد د کارولو سره احتياط وکړي يا يې بغير د ډاکتر له مشورې ونه کاروي )

زمونږ هیوادوال ریلیف ګولۍ په زیاته اندازه او بی ځایه کاروي.
مهربانی وکړئ د هر درد لپاره ځانګړي درمل د ډاکتر په هدايت وکاروئ تر څو په راتلونکي کې د یادو شویو خطرناکو ناروغیو څخه په امن کې و اوسئ.
نوټ: د يو څه يادونه وکړم ښه به وى چى
سوتفاهم رامنځته نشى د درد د موقت ارامولو لپاره د نورو درملو ترمنځ دا ښه انتخاب دى خو چى پورته يادې شوې ناروغۍ ونلري او په داسې شکل ونه کارول شي لکه زمونږ خلک يې چې جيب کې ګرځوي وجود کې چې هر تغير احساس کړي نو ګولۍ خولې ته واچوي او بلاخره اوس د اکثرو عادت ګرځيدلى.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button