د روسیې او اوکراین ترمنځ مذاکرات

د روسیې او اوکراین ترمنځ د څلورم  ځل لپاره مذاکرات پیل شوي دي.

د روسیې او اوکراین ترمنځ مذاکرات پيل شوي دي، چې تر دې مه يې د بشپړ جزیات نه دي خپاره شوي؛ خو اوکرایني استازو ويلي چې دوه مهم شرطونه يې دا دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند اعلان شي او روسي پوځيان له اوکراین څخه ووځي.

بلخوا بيا د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زیلیسنکي په یو ویډیويي پیغام کې له ناټو غړو هېوادونو څخه غوښتي دي چې د اوکراین هوايي حریم کې دې خپل پروازونه بند کري. هغه ناټو هېوادونو ته خبرداری، چې که داسې ونه کړي؛ نو ډېر ژر به د روسیې راکټونه د دوی قلمرو ته هم تاوان واړوي.

هغه همداراز ويلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره يې د ليدو لپاره هلو ځلو کومه نتیجه نه ده ورکړې.

د اوکراین ولسمشر تر دې وړاندې ويلي و، چې دواړو خواوو استازي د عامه خلکو د وتلو لپاره لارې برابروي.

د اوکراین او روسیې ترمنځ مذاکرات داسې مهال پيلېږي، چې د دواړو خواوو ترمنځ اوس هم توده جګړه روانه ده.

نظر شما

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button